Banner

د قدرت الله درمان ښکلی غزل

18.12.2010 17:26

غونډه څواني او تکې شنې سترګې یې شنې ګورګورې

خدای پیدا کړي دي په یوه څانګه کې دوې ګورګورې
ستا په رنجو لړلي اوښکې د بڼو په څوکو
څومره بې قدره په ازغو را ځنګیدې ګورګورې
په ګلابي مخ کې یې تورې سترګې سره اننګي
لکه په یو قالب کې وي چرته مڼې ګورګورې
بیګاه محفل کې کړو یو چا د تورو سترګو ذکر
نن مې بیا ټوله ورځ په زړه راوریدې ګورګورې
اوس راته مه وایه چې سرې شونډې مې تورې شولې
ما درته نه وې ښه نو څه له د ې خوړې ګورګورې
څنګ دې په شنو سترګو په سره غرمه رانجه پورې کړل
څنګه بې وخته بې موسمه شوې پخې ګورګورې
خوله مې در جار شه خو درمانه دا وعده به کوې
چې  په بدل کې به یې خامخا راوړې ګورګورې

درمان 19.12.2010 16:52

مننه شفق جانه وروره
دا ستا سو د تشویق برکت دی چې نن زما غزل دومره ښه روان دي

یاسین شفق 18.12.2010 18:57

درمان صاحب په اوله کی می سلامونه نیکې هیلې ومنه .خدائ د وکړي چی روغ او جوړ به وې .یاره که په لیکلو دې د غزل تعریف وکړم نو ګومان می نشي چی پرې بریالۍ شم .هر یو بیت ئی ځان ته څه وايی .نو د ډېرو خبرو نه به تیر شم او هغه بیتونه به درته په ګواته کړم چی ما ته ئی هغه په خوستواله لهجه چی ډېر سور نیولې .

ستا په رنجو لړلي اوښکې د بڼو په څوکو
څومره بې قدره په ازغو را ځنګیدې ګورګورې
واه یاره واه
ماشاءالله ټول غزل ښکلي او خیالګر بیتونه لري وس به ئی کوم کوم درته په ګواته کوم .
خو ټول درواخله

بیګاه محفل کې کړو یو چا د تورو سترګو ذکر
نن مې بیا ټوله ورځ په زړه راوریدې ګورګورې

اوس راته مه وایه چې سرې شونډې مې تورې شولې
ما درته نه وې ښه نو څه له د ې خوړې ګورګورې

څنګ دې په شنو سترګو په سره غرمه رانجه پورې کړل
څنګه بې وخته بې موسمه شوې پخې ګورګورې

دپورتنۍ بیت وګوره واه یاره منم دې چی پير ئی

خوله مې در جار شه خو درمانه دا وعده به کوې
چې په بدل کې به یې خامخا راوړې ګورګورې

ورور دې شفق

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.